تاجکستان کې د کرونا ویروس د راپورونو په نه ورکولو اندېښنه

ارشیف

په تاجکستان کې د مدني ټولنې فعالانو اندېښنه ښودلې ده چې ښایي په دغه هېواد کې کرونا ویروس وي او راپورونه یې نه وي خپاره شوي.

د مدني ټولنو اتلسو غیر دولتي سازمانونو او په انفرادي ډول یو شمېر فعالانو د اپرېل په شلمه د تاجکستان له روغتیا وزارت څخه وغوښتل چې یو لړ پوښتنو ته ځواب و وایي څو روښانه شي چې په تاجکستان کې کرونا ویروس څومره خپور شوی دی.

په داسې حال کې چې په نړۍ کې تر دوه نیم میلیونه ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي او تر یولک اووه اویا زره ډیر یې وژلي دي، په تاجکستان کې لاهم په رسمي ډول دا نه ده تائید شوې چې څوک دې په کرونا ویروس اخته شوي وي.

خو د حکومت په دې دریځ شک کېږي ځکه چې د تاجکستان په حکومت کې شفافیت نه شته او ازادې رسنۍ هم په دې هېواد کې سمې فعالې نه دي.