د کرونا ویروس د خپرېدو هڅې؛ ایران نږدې ۱۰۰۰ بهرني بندیان خوشې کړي

نازنین زاغري

ایران وایي، تر زرو ډېر بهرني زندانیان یې د کرونا ویروس د خپرېدو په خاطر په موقت ډول له بنده خوشې کړې دي.

تهران دا اعلان پرون وکړ.

تیره اوونۍ د ملګرو ملتو د بشري حقونو متخصصانو له ایرانه غوښتي و چې ډېر بندیان خوشې کړي.

دوی غوښتي وو چې تهران د عقیدې په خاطر نیول شوي، د دو تابعیتو زندانیان او بهرنیان ازاد کړي.

د ایران د قضاییه قوې ویاند غلام حسین اسماعیلي د سې شنبې په ورځ وویل، څه چې ایران د زندانیانو په برخه کې کړې دي د نورو هېوادو د هڅو په پرتله د ډېر پام وړ دي.

د بریتانیایۍ ایراني الاصلې نازنین زاغري راتکلیف وکیل تولپ صدیق پرون وویل، د ده موکله د مې تر شلمې خوشې شوې ده.

د ایران حکومت تېره میاشت یولک زندانیان ازاد کړل.