د خوست والي په موټریز کاروان چاودنه شوې

د خوست نقشه

د خوست والي له یوې چاودنې روغ ووت.

د خوست سیمه‌ییز چارواکي وایي چې نن سهار شااوخوا ۱۰ بجې د خوست مرکز اړوند د اداري کمپلکس ترڅنګ د جمهوریت دروازې سره نږدې د خوست والي په موټریز کاروان د سرک غاړې ماین چاودنه کړې چې نوموړی ترې روغ وتلی.

د خوست والي ویاند طالب منګل د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دې چاودنه کې د والي دوه ساتونکي ژوبل شوي او د دوو ماشومانو په ګډون یوه ښځه ټپي شوې ده.

د ده په وینا ټپیان روغتون ته استول شوي او روغتیایي وضعیت‌یې روغ ښودل شوی.

تر اوسه د دې چاودنې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.