هرات کې یوې جوړې د خپل واده لګښت پیسې پر ۲۰۰ بې‌وزلو کورنیو ووېشلې

د هرات ولایت نقشه

په هرات کې یوې رئیسې او د هغې خاوند د خپل واده د لګښت پیسې پر ۲۰۰ بې‌وزله کورنیو ووېشلې.

د هرات د ښځو چارو رئیسې انیسې سروري ازادي راډیو ته وویل، هغې او خاوند یې ذبیح‌الله کریم د درنو لګښتونو پر ځای د خپل واده د لګښت په پیسو بې‌وزلو کورنیو ته خوراکي توکي رانیول.

مېرمن سروري پرون ازادي راډیو ته وویل: "موږ ۲۰۰ کورنیو ته په دغو پیسو لومړني غذايي مواد رانیول لکه، وریجې، غوړي او نور طبي مواد چې ومو وېشل."

د هرات د ښځو چارو رئیسې له نورو جوړو هم غوښتنه وکړه چې د درنو لګښتونو پر ځای د خپل واده پیسې هغو کورنیو ته د مرستې په توګه ورکړي چې په وروستیو کې د کرونا ویروس له کبله له بې‌وزلۍ کړېږي.

په افغانستان کې هرات له هغو ولایتونو دی چې په کرونا ویروس یا (کووېډ-۱۹) ډېر کسان په‌کې اخته دي.