په کندهار ښار کې د پولیسو له هاموې موټر سره د یوه زرنج ګاډي د ټکر په پېښه کې درې ملکي وګړي مړه شوي دي.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه نن ماسپښین د کندهار ښار د پنځمې حوزې مخې ته وشوه.
بارکزي زیاته کړه چې په مړو کې ماشومان هم شته.