بادغیس کې ۳ پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي

د بادغیس نقشه

د بادغیس ولایت سیمه‌ېیز چارواکي په مقر ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه کې د ۳ ملي پولیسو د مړینې او د ۶ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د بادغیس والي ویاند نجم‌الدین برهاني نن ازادي راډیو ته وویل نښته تېره شپه وروسته له هغه پیل شوه چې وسله‌والو طالبانو د مقر ولسوالۍ په چشمه دوزک سیمه کې د پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ او وروسته د دواړو خواوو ترمنځ نښته پیل شوه.

هغه زیاته کړه: "نښته نږدې درې ساعته روانه وه. په نتیجه کې د امنیه قوماندانۍ د پولیسو درې سرتېري چې د مقر ولسوالۍ د سیمه‌ییزو پولیسو قوماندان هم په‌کې دی، شهیدان شول. شپږ تنه ټپیان هم لري."

ښاغلي برهاني زیاته کړه چې په جګړه کې د طالبانو د تلفاتو شمېره نه‌ده معلومه.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

طالبانو د بادغیس ولایت په مقر او قادس ولسوالیو کې حملې په دې وروستیو کې زیاتې کړې دي.