چارواکي: پکتیا کې ۱۲ وسله وال وژل شوي

ارشیف

د پکتیا چارواکي ادعا کوي چې افغان ځواکونو د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب کې ۱۲ وسله وال وژلي دي.

چارواکي وايي، دا وسله وال د شنبې په ورځ د ځاځي اریوب ولسوالۍ د سپینې شګې په سیمه کې افغان سرحدي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

د پکتیا ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا وسله وال چې په ډله کې یې پاکستاني جنګیالي هم شامل وو، د ډیورند کرښې له بلې غاړې له افغان ځواکونو سره د جګړې لپاره را اوښتي وو خو د سرچینې په وینا په نښته کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نده اوښتې.

د وسله والو مخالفینو ډلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.