د کاناډا دفاع وزیر هرجیت سنېګ ساجن وایي، د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره یې په کابل کې د سېکهانو پر ګردواره د وروستۍ حملې په اړه خبرې کړې دي.
ښاغلی ساجن چې خپله هندي الاصله کاناډایی دی پر خپل ټویټر لیکلي چې له افغان حکومت څخه مننه کوي چې د افغان سېکهانو او هندوانو د لا ښه امنیت لپاره هڅه کوي.
ښاغلی ساجن وايي، افغان سېکهانو او هندوانو تل په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره هلې ځلې کړي دي.
تېره میاشت په کابل کې د سېکهانو پر عبادت ځای د د داعش ډلې په بريد کې ۲۵ تنه مړه او اته تنه نور ټپیان شول.