په سرپل کې د ولسي جرګې د پخواني غړي محمد حسین فهیمي یو ساتونکی یوه وسلهوال برید کې وژل شوی او زوی یې ټپي شوی دی.
د سرپل د والي ویاند ذبیحالله اماني ازادي راډیو ته وویل، دا برید تېره شپه د بلخاب ولسوالۍ اړوندو سیمه د ښاغلي فهیمي پر کور شوی دی.
ښاغلي اماني د برید د څرنګوالي په اړه ډېر جزئیات ورنهکړل، تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې هم د برید مسؤلیت نهدی منلی.