امریکا نړیوال فضایي تم ځای ته ستور مزلي لېږدوي

ناسا ویلي، د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله فضا ته د راتلونکي سفر کره ساعت نه شي اعلانولی.

د امریکا د هوایي او فضایي چلند ملي اداره ( ناسا) او ( سپيس اکس) خصوصي شرکت وایي، له نهو کلونو هڅو وروسته نړیوال فضایي تم ځای ته ستور مزلي لېږدوي.

ټاکل شوې فضا ته د تلونکو امریکایانو د اسفر د راتلونکې مې میاشتې په ۲۷مه نېټه ترسره شي.

د ناسا مشر جیم برایډن ستاین پرون پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل، لومړنۍ فضایي الوتنه به د یوه توغندي په مټ ترسره شي.

له دې وړاندې امریکا فضا ته د تلونکو کسانو لپاره له روسي سایوز وسیلو کار اخیسته.

ناسا ویلي، د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله فضا ته د راتلونکي سفر کره ساعت نه شي اعلانولی.

دوی ویلي، له فلوریدا ایالته به دوه امریکایي ستور مزلي د مې په ۲۷مه د کینیدي فضایي اډې ته ولاړ شي، هغه ځای نه چې د فضا په لور توغندی توغول کېږي.