په غزني کې ډیری کم عمره ماشومان د مکبتونو په بکسونو کې د درسي موادو پر ځای، د مزدورۍ ابزار ګرځوي څو خپلو بېوزلو کورنیو ته روزي پیدا کړي.
دوی په دغه بکسونو کې د بوټانو رنګولو رنګونه، برشان او یا هم د سپیلنو دودولو لپاره سکاره او سپیلني اچولي وي.
د فرخي څلورلاري ترڅنګ شاوخوا دوولس کلن ښکلی خو د بوټانو په رنګ رنګېدلی ماشوم ولاړ دی، د هر تېرېدونکي کس پښو ته ګوري او د بوټانو رنګولو ست ورته کوي.
هغه وايي: "زما نوم ابراهیم دی، په دغه بکس کې مې د بوټانو رنګونه اچولي دي، د خلکو کوټونه رنګوم، دا کار له مجبورۍ کوم، مکتب ته نه ځم، وروڼه نه لرم، پلار مې کراچۍ چلوي، غریبان یوو."
د پوهنې رییس محب الرحمن انصار بیا وايي په غزني کې تر څلورسوه زره زیات ماشومان ښوونځیو ته نه ځي.
د کار او ټولنیز چارو وزارت بیا په ټول افغانستان دغه شمېر څو چند لوړ ښيي.
د دغه وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزي ازادي رادیو ته وویل: "یو عشاریه دوه میلیونه هغه ماشومان دي چې هغوی په شاقه کارونو بوخت دي، دا د ټول افغانستان شمېره ده."
دا په داسې حال کې ده چې له غزني څخه ډيری نور ماشومان بیا په کم عمرۍ کې ایران، پاکستان او حتی نورو اروپايي هيوادونو ته په خوارۍ او مزدورۍ پسې ستنيږي، چې هلته په درنو او ناوړه کارونو بوخت وي.