ثبات او همپالنې ډله: د روانې اوونۍ ترپایه خپله طرحه ارګ ته سپاروو

ارشیف

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډله وایي، د سیاسي کړکېچ د حل په هدف به جوړه شوې طرحه د دغې اوونۍ تر پایه ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپاري.

د ښاغلي عبدالله ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو سره خبرو کې د طرحې جزئیات روښانه نه کړل، خو وې ویل، امکان شته چې روان اختلافونه ورسره حل شي.

بل لورته ښاغلي عبدالله ته نژدې یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي، عبدالله د ولسمشر هغه وړاندیز منلی چې د سولې او پخلاینې بهیر د مشرۍ دنده به ورسپاري.

دې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي زیاته کړه، د ښاغلي عبدالله په ټیم کې یو شمېر کسان د نوموړي د دې کار مخالفت کوي او وایي، د ولسمشر وړاندیز باید ونه منل شي.

د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د نانندریو هواري ته په کور دننه سیاسي مشرانو او ان امریکایي ډیپلوماتانو هم هڅې کړي، خو تراوسه یې د حل ښکاره څرک نه ښکاري.