د امریکا په ځینو ایالتونو کې لګول شوي بندیزونه نرمېږي

په امریکا کې د رامنځته شوي روغتیایي کړکېچ له کبله د دوه ویشت میلیونه امریکایانو دندې ټکنۍ شوې دي.

د امریکا څو ایالتونو پرېکړه کړې چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله لګول شوي بندیزونه ورو ورو نرم کړي.

له دې ډلې د میشیګن ایالت والي ګریچن وایټمر ویلي، دا به د خپل ایالت ځینې اقتصادي فعالیتونه د مې میاشتې په لومړۍ نېټه بېرته پرانېزي.

مېرمن وایټمر ویلي، دا کار به په هوښیارۍ سره ترسره کړی چې د کرونا ویروس د خپرېدو د دوېیمې څپې مخنیوی وکړي.

په دغه ایالت کې پرون شاوخوا درې زره کسانو مظاهره وکړه او د لګول شویو بندیزونو د نرموالي غوښتنه یې وکړه.

په امریکا کې د رامنځته شوي روغتیایي کړکېچ له کبله د دوه ویشت میلیونه امریکایانو دندې ټکنۍ شوې دي.

په امریکا کې د بندیزونو د نرموالي هوډ داسې مهال شوی چې دغه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله مړینه په لوړېدو ده.

پرون دغه هېواد کې ۴ زره کسان د کرونا ویروس له کبله مړه شول چې ورسره د دې ناروغۍ له امله د مړو شویو امریکایانو شمېر ۳۷ زرو ته پورته شو.