'د غزني ۶۰ سلنه سوداګرو مېرمنو ته زیان رسېدلی'

آرشیف

د غزني ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې په دغه ولایت کې شپیته په سلو کې سوداګرې ښځې زیانمنې شوې دي.

د دغې خونې رئیس عبدالمتین قلندري نن ازادي راډيو ته وویل، د کرونا ویروس د لامخنیوي په هدف په ګرځېدو راګرځېدو محدودیت د ښځینه سوداګرو فعالیتونه په ټپه درولي او هغه ښځې چې په لرې پرتو سیمو کې کار کوي، محصولات یې د پلور لپاره بازارونو ته نه رسېږي.

هغه زیاتوي: "له بده مرغه د کرونا ویروس له امله ستونزې زیاتې شوې، د غزني مرکز تړل شوی، شاه خوا ۶۵ ښځې چې عملاً یې سوداګري درلودله، قالنې یې جوړولې، نور بېلابېلو برخو کې لاسي کارونه کړل، د مارکېټونو د بندېدو له امله یې شپېته په سلو کې ورته زیان رسېدلی."

د ښاغلي قلندري په خبره، دغو ۶۵ ښځو چې عملاً په بېلابېلو برخو کې په فعالیت کاوه، له شپږ نیولې تر پنځلسو کسانو ورسره په کارونو بوخت و، چې ټول د بازارونو د تړل کېدو له امله زیانمن شوي دي.

عبدالمتین قلندري وايي، ډېری دغه ښځې د خوراکي توکو په تولید، قالین اوبدلو، خامک دوزي خیاطي، مرغداري، د رب او ترشي په تولید او نورو بېلابېلو چارو بوختې وې.