کندزیان: سیمه ییز مسئولین د کرونا ویروس پر وړاندې بې غوري کوي

د کندز ښار یوه څنډه

د کندز د کوویډ-۱۹ روغتون کې د تجهیزاتو نشتوالی، له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د سیمه ییز ادارې بې غورۍ او دغه راز په دغه ولایت کې د والي نشتون کندزیان سخت غصه کړي.

په ولسي جرګه کې د کندز د خلکو استازې فاطمه عزیز وايي، د دې ولایت خلک د کرونا ویروس له جدې ګواښ سره مخ دي، خو تر اوسه پورې سیمه ییز ادارې د روغتیا او د مرستو وېشلو په برخه کې هېڅ کار نه دې کړي او که والي د خلکو خدمت غواړي نو باید ولایت ته ورشي.

د کندز د ولایتي شورا رئیس محمدیوسف ایوبي وايي، چې په دغه ولایت کې د کرونا ویروس د تشخیص د مرکز نشتوالی او دغه راز د سیمه ییزو چارواکو ناسم مدیریت خلک سخت اندېښمن کړي دي.

د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي بیا وايي، چې ډېر ژر د ځانګړه شویو پیسو څخه د کندز کوویډ-۱۹ روغتون په اړین تجهیزاتو او نور امکاناتو سمبال کېږي او د خلکو ستونزو ته هم رسېدنه کېږي.

هغه زیاتوي، شاوخوا ۲۰ ورځې کېږي چې والي صاحب په یورسمې سفر کابل ته تللي څو د کندز د خلکو ستونزي او وړاندیزونه له نږدې له ولسمشر او دغه راز د کابینې له وزیرانو سره شریک کړي.

په همدې حال کې د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکتر احسان الله فضلي وايي، د تجهیزاتو نشتوالی سره بیا هم له موجوده امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره په وخت سره د مشکوکو اشخاص سمپلونه یې مرکز او بلخ ته استولي او په وخت سره پایلې له خلکو سره شریک کړي دي.