پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی 'سردار عارف وزیر' نیولی

سردار عارف وزیر

د پاکستان پولیسو په دې هیواد کې د پښتنو د حقونو یو مدافع په افغانستان کې په دې تور نیولی چې ګواکي کرکه خپروونکې وینا یې کړې.

د پولیسو چارواکي عثمان وزیر ویلي، سردار عارف وزیر چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی دی، د جمعې په ورځ د اپرېل میاشتې په اوولسمه نېټه په جنوبي وزیرستان کې ونیول شو.

د پولیسو د دغه چارواکي په وینا پر وزیر تور دی چې افغانستان ته د سفر پر مهال یې هلته کرکه خپروونکې وینا کړې ده.

ده په دې اړه نور جزئیات ورنکړل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه ځايي مشر جمال مالیار وايي، پر وزیر تورونه بې بنسټه دي.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي، چارواکي په ډېره اسانۍ د بشري حقونو د مدافعینو پر وړاندې د دولت ضد تورونه لګوي په ځانګړې توګه د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړیو.

پښتون ژغورنې غورځنګ له ۲۰۱۸ میلادي کال راهیسې په پاکستان کې د پښتنو د حقونو لپاره غږ پورته کړی.

لسګونو زره کسان د دې غورځنګ ملاتړ کوي او په ترهګرۍ ځپلې قبایلي سیمه کې يې د پاکستان نظامي عملیات او د دې هېواد د پوځ او سخت دريځو تر منځ مشکوکې اړیکې غندلي.

دوی غواړي په قبایلي سیمو کې نظامي پوستې له منځ لاړې شي او په زوره لادرکه کولو ته د پای ټکی کېښودل شي چې چارواکي مشکوک کسان پرته له قانوني چلنده زنداني کوي.

د پاکستان حکومت دا تورونه ردوي چې امنیتي ځواکونه یا استخباراتي ادارې د خلکو په تښتولو یا لادرکه کولو کې لاس لري.