'د کرونا ویروس له ویرې خلک باید خپلو کورونو کې تراویح لمونځ وکړي'

د سعودي عربستان لوی مفتي شېخ عبدالعزیز آل الشېخ

د سعودي عربستان لوی مفتي وايي، که د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال د محدویت له کبله خلک په جومات کې د تراویح لمونځ نشي کولای، باید په خپلو کورو کې يې وکړي.

د سعودي عربستان عُکاظ ورځپاڼې د جمعې په ورځ دا خبره د مفتي شېخ عبدالعزیز آل الشېخ له قوله خپره کړې ده.

د راپور له مخې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا همدا فتوا د اختر د لمانځه په اړه هم ده؟ ده وویل چې دا فتوا د اختر د لمانځه لپاره هم صدق کوي.

د روژې میاشت راتلونکې اوونۍ پیلېږي.

سعودي عربستان د مارچ میاشتې په نیمايي کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف خلک په جوماتونو کې له لمانځه منع کړل.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د تېرې پنجشنبې په ورځ د اپرېل په شپاړسمه نېټه په مدینه کې مسجد نبوي اعلان وکړ چې د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې به په دې جومات کې نور بې وزلو کسانو ته د روژه ماتې خیرات نه ورکول کېږي.

سعودي عربستان د جمعې تر ورځې د کرونا ویروس ۶۳۸۰ مثبتې پېښې او ۸۳ مړینې ثبت کړي دي.