د لوګر د مس عینک کان نږدې ۴۰۰ کارکوونکي وزګار شوي

په لوګر کې د مس عینک کان

د لوګر په مس عینک کان کې د لرغون پېژندنې د برخې شاوخوا ۳۶۵ تنه کارکوونکي، چې د ژمي په راتلو سره رخصت شوي، له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د لوګر د مس عینیک په کان کې د لرغونو اثارو د پېژندنې د برخې کارکوونکي وایي، چې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې په کورونو ناست دي او په دې پروژه کې د کار د بېرته نه پیلېدو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دغه کارکوونکي چې شمېر یې نږدې څلورسوه کسانو ته رسېږي وایي، د اقتصادي ستونزو له امله ځینې کورنۍ د خوراکي توکو له کموالي سره مخ دي.

یو تن وایي: "ریدی ګل مسلمیار یمد مس عینک په پروژه کې ۳۵۰ کاریګر کار کوو، ۷۰ نفرو هلته ژمي کې کار کړی، ځینو معاش نه دی ترلاسه کړی، باقي نور کسان چې دي، دا څلورمه میاشت ده، چې په کور باندې ناست یو او کاریګر سخت مشکلاتو سره مخ دي."

د لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، د یو شمېر هغو کارکوونکو ستونزه یې له وزارت سره شریکه کړي، چې معاشونه یې نه دي ترلاسه کړي.

د لوګر د والي ویاند دیدار احمد لونګ ازادي راډيو ته وویل: "د مس کان د کارکوونکو ستونزه له معدن وزارت سره شریکه شوې او ژر تر ژره به دغه ستونزه هواره شي."

د اطلاعاتو کلتور وزارت د لرغون پېژندنې د برخې مسئولین که څه هم د هغو کارکوونکو لپاره چې له دوی د ورځني کار په بدل کې په کار بوخت دي، د مرستې لپاره څه نلري، خو وایي، هڅه به وکړي، چې د دوی لپاره د قانوني لارو مرستې را جلب کړي او د خپل وس په اندازه د بې وزله کارکوونکو لاسنیوی وکړي.