د کرونا ویروس د خپرېدو له امله افغانستان کې بند پاکستاني وګړي خپل هېواد ته ځي

د پاکستان راډیو دا هم وویل، نن به ۲۰۰ پاکستاني اتباع او سبا به ۵۰۰ هغه پاکستاني وګړی چې په افغانستان کې پاتي شوي و، د تورخم له لارې پاکستان ته ستنېږي.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، هغه پاکستاني وګړي چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله په افغانستان کې پاتې و، له نن (جمعه د اپرېل ۱۷مه) خپل هېواد ته د ستنېدو اجازه لري.

د دې راډیو په حواله، هغوی د تورخم له لارې ستنېدلای شي.

دا پرېکړه په تورخم کې د افغانستان او پاکستان د چارواکو په غونډه کې شوې ده.

د پاکستان راډیو دا هم وویل، نن به ۲۰۰ پاکستاني اتباع او سبا به ۵۰۰ هغه پاکستاني وګړی چې په افغانستان کې پاتي شوي و، د تورخم له لارې پاکستان ته ستنېږي.