چارواکي: ارزګان کې ۶ افغان سرتیري وژل شوي

ارشیف

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د طالبانو په یو برید کې ۶ افغان سرتیري وژل شوي او ۳ ټپیان دي.

د دغه ولایت د والي ویاند زړګې عبادي نن جمعه ازادي راډيوته وویل چې وسله والو طالبانو دغه بریدونه تېره شپه شاوخوا۱۰بجي د ترینکوټ ښار اړوند په کوټ والو او چینو سیمه کې پر امنیتي پوستو کړي دي.

هغه وايي، د یاد برید پرمهال وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتي خو وايي، په اړه کره معلومات نه لري.

کوټ والو او چینو سیمه د ترینکوټ ښار څخه په پنځه کیلو متري کې پرتې سیمې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.