په غزني ولايت کې ډیری ماشومان په چرسو باندې معتاد شوي دي.
په دغه ولایت کې هغه سیمې چې د وسله والو طالبانو په واک کې دي، د نورو کلونو په پرتله سږکال څو برابره د بنګو کښت پکې ډېر شوی دی.
په غزني کې د ډېرو بنګو کرل، د چرسو په کښت او پروسس کې د دغو ماشومانو کار کول، د مخدره موادو د قاچاق پر وخت له دغه ماشومانو کار اخیستل او بیکاري هغه عوامل دي چې ماشومان یې په چرسو باندې معتاد کړي دي.
د يادونې وړ ده چې د دغه ډول ماشومانو شمېر د غزني ښار ترڅنګ په ولسوالیو کې هم ورځ په ورځ مخ پر ډېرېدو دی.
د غزني ولايت اوسېدونکي وايي چې، که د ماشومانو د اعتياد مخه و نه نيول شي، په راتلونکي کې امکان لري چې دغه ماشومان نورو نشو ته هم مخه کړي.