کورنیو چارو وزارت: هلمند کې د کوکنارو اړولو کمپاین دوام لري

ارشیف

د کوکنارو اړولو په لړ کې په هلمند ولايت کې هم د کوکنارو اړول دوام لري.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين وايي چې، د کوکنارو اړولو دا کمپاين چې د هلمند ولايت پوليسو پيل کړی، تر دې مهاله يې د هلمند په ناوه او نادعلي والسواليو کې (۱۳۴) جريبه ځمکې د کوکنارو له کښتونو څخه پاکې کړې دي.

د هلمند د ځايي چارواکو په وينا، د هلمند په ناامنو ولسواليو کې سږکال تر پروسږ کال ډېر کوکنار کرل شوي دي.