پر ځېرکو ټېلېفونونو د کرونا ویروس د مخنیوي هڅې

ارشیف

حکومتونه او د ټکنالوژۍ لویې کمپنۍ په دې هڅه کې دي چې د ځیرکو ټېلېفونونو پر مټ د کرونا ویروس د خپرېدو مخه ونیسي.

دوی د دې سیستم له لارې په کرونا اخته کسانو نه پوښتي چې نور کوم کسان دوی سره نژدې پاتې شوي.

دغه اپلېکېشنونه دا وړتیا هم لري چې نورو کسانو ته په هغه صورت کې خبرداری ورکړی چې په کرونا اخته کسانو یا هغې سیمې ته نژدې کېږي چې دا ویروس په کې دی.

دا کار د بلوتوت او یا هم د جي پي ایس په مټ کېږي.

که څه هم داسې نیوکې شته چې له دې سیستم سره د مبایل ټېلېفونونو د کاروونکو شخصي معلومات یا پرایویسي له خطر سره مخ کېږي، خو ځینو هېوادونو د دې کار تکل کړی دی.

امریکا که څه تراوسه د اړیکې د څارنې یا کانټکټ تریسینګ تکنالوجیکي تګلاره نه ده تائیید کړې، خو په ځینو ایالتونو کې يې د داسې سیستمونو پر فعالېدو کار پيل شوی دی.

په اروپا کې هم د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف د اړیکې د څارنې یا کانټکټ ټریسینګ څو پروژې تر کار لاندې دي.

د بریتانیا د روغتیا ملي اداره داسې اپلېکېشن باندې کار کوي چې بې نومه معلومات راټول کړي او خلکو ته له کرونا ویروس سره د نژدې پاته کېدو په صورت کې د قرنطین سپارښتنه وکړي.

د جرمني حکومت هم په داسې اپلېکېشن کارکوي چې د بلوتوت له لارې د کرونا ویروس ځای یا کړۍ معلومولی شي.

سنګاپور تېره میاشت داسې اپلیکیشین معرفي کړ چې د بلوتوت د سګنالونو په وسیله کارونکو ته د کرونا ویروس د خطر خبرداری ورکوي.

جنوبي کوریا، هند او چین هم د مبایل ټیلفونونو د موقعیت یا د اړیکو د څارنې په مټ د هغو خلکو تګ را تګ کنټرولوي چې په کرونا ویروس اخته دي.

ګوګل او اپل کمپنیو تېره اونۍ اعلان وکړ چې د داسې سافټ ویرونو په په جوړولو په ګډه کار کوي چې د بلوتوت او یا بلې تکنالوژیکي وسیلې له لارې په کرونا د اخته کسانو اړیکې څاري.

دا دواړه کمپنۍ د نړۍ څه باندې ۹۹ سلنه ځیرک مبایلونه حمایه کوي او د کرونا د څارنې په برخه کې یې هڅې هم د هېوادونو پرتله څو برابره ګټورې دي.