چارواکي: ننګرهار کې ماین چاودنې ۱ کس وژلی

ارشیف

د ننګرهار چارواکي وايي، د دې ولایت په تورخم ښارګوټي کې د یوه مقناطیسي ماین د چاودنې په پېښه کې یو ملکي کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي آزادۍ راډیو ته وویل چې چاودنه پرون ماښام د تورخم د ګمرک د مدیریت په خروجي دروازه کې وشوه.

ښاغلی خوږیاڼی وايي چې د پېښې قربانیان په یوه کورولا موټر کې سپاره و، چې ماین پرې وچاودېد.

د دې چاودنې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.