امنیتي چارواکي: جوزجان کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي

ارشیف

د هېواد په شمال کې دېره شاهین قول اردو د جوزجان ولایت په خماب ولسوالۍ کې د ۷ وسله والو طالبان د وژل کېدو خبر ورکوي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي پرون ماښام آزادۍ راډیو ته وویل دا کسان پرون- پنجشنبې هغه مهال ووژل شول چې پر افغان ځواکونو یې وسله وال برید وکړ.

هغه زیاته کړه: "زموږ هوايي ځواک اقدام وکړ او د دښمن څو موقعیتونه د هوايي او ځمکنیو حملو په وسیله په نښه شول چې په پایله کې یې ۷ تنه طالب تروریستان مړه او ۱۱ نور ټپیان شول، د دښمن یو هایلکس موټر له بېلابېلو مهماتو سره د افغان ځواکونو لاس ته ورغی."

طالبانو د دې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.