کابل کې د دولتي کارکوونکو رخصتي ۳ اوونۍ نور هم وغځېده

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

په کابل ښار او ولسوالیو کې د دولتي کارکوونکو رخصتي درې اوونۍ نور هم دوام کوي.

دا خبره د افغانستان د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون نن په یوه اعلامیه کې کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د دولتي کارکوونکو د رخصتي موده د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف تمدید شوې ده.

په اعلامیه کې د ملکي خدماتو کارکوونکو ته ګواښ شوی چې له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي که نه جدي چلند ورسره کېږي.

د افغانستان حکومت ویلي چې مرخصو کارکوونکو ته به خپل خپل معاشونه او امتیازات ورکول کېږي.