اروپايي ټولنه: افغان ښکېلې سیاسي خواوې دې ژر تر ژره موافقه وکړي

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله چې ځان‌یې ولسمشر اعلان کړی د لوړې مراسم

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په اوسنیو سیاسي خبرو کې په ټولو بوختو خواو غږ کړی چې ژر تر ژره دې موافقې ته ورسېږي.

په دې اړه پنجشنبه «۱۳۹۹ کال د وري ۲۸» په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې اړتیا یې ده ژر تر ژره د سولې پروسه پیل شي.

اروپايي ټولنې ټینګار کړی په داسې حال کې چې افغانستان له نا امنیو او د کرونا ویروس له لاسه نوي روغتیايي ګواښ سره مخ دی د افغانانو خیرښېګڼه او د ملت پراخې ګټې باید تر هر څه لومړیتوب ولري.

د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې راغلي له یوه ټول‌شموله حکومتي ټیم پرته هره تېرېدونکې ورځ افغانان له لا زیات خطر سره مخ کوي، ډموکراټیک بنسټونه کمزوري او اروپايي متحدین بې‌علاقې کوي.

اروپايي ټولنې داسې وخت په افغانستان کې په یووالي او ټول‌شموله حکومت ټينګار کړی چې ویل کېږي د جمهور رئیس اشرف غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله استازي له یو بل سره له څو ورځو خبرې مخته وړي.

د دغو خبره کره نتیجه لا نه‌ده معلومه، خو نړیواله ټولنه دا ټینګار لري چې باید یو ټول‌شموله حکومت رامنځته شي څو له یوه قوي ادرسه له طالبانو سره د سولې خبرې مخته یوړل شي.