د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په بادغیس ولایت کې په ۷۵۰ او په فراه ولایت کې ۶۳۲ جریبه ځمکه کې نوي باغونه کېنول کېږي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې یاد باغونه د کرنې وزارت د لیرې پرتو او کلیوالو سیمو د کرنیزې پراختیايي پروژې له لارې د نیالګیو د کېنولو پسرلني کمپاین په بهیر کې جوړېږي.
نوموړي زیاته کړه، په دغو باغونو کې به د پستې، چهارمغز، انګور، عناب، ناک، الوچو او انارو ونې کېنول شي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې د دغو باغونو له جوړولو نهیې هدف په ځمکو د حلال ګښت کرل، د د بڼوالۍ پراختیا، په ټولو فصلونو کې د بېلا بېلو مېوو تولید، د باغدارۍ د نوي سیستم رامنځته کول، د زیات حاصل لرونکو ونو پېژندل، د سنتي محصولاتو پياوړتیا او د بڼوالۍ په برخه کې بڼوالو ته د نوې ټکنالوژۍ معرفي کول دي.