ټرمپ امریکا کې د اقتصادي فعالیتونو د بیا پیلېدو تګلاره اعلانوي

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا د متحده ایالاتونو ولسمشر نن په خپل هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو د بیا پيلېدو لپاره تګلارې اعلانوي. بل لور ته اکثرو اروپایي هېوادونو د هغو بندیزونو د نرمښت هڅې پيل کړې دي چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره‌یې لګولي دي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ ادعا وکړه چې د کرونا ویروس د اوج څپه تېره شوه او دا د دې سربېره چې د امریکا په متحده ایالاتونو کې کرونا ویروس نږدې ۳۱ زره کسان وژلي دي او تر شپږ لکه دیرش زره ډیر کسان په دغهَ هېواد کې په کرونا اخته شوې دي.

په متحده ایالاتو کې د سوداګرۍ د برخې مشرانو ولسمشر ته خبرداری ورکړی دی چې د کرونا ویروس زیاتو ټسټونو ته اړتیا شته او مخکې تر دې چې خلک کارونو ته ولاړ شي حفاظتي وسایل ورته پکار دي.

ټرمپ وویل، که څه هم د کرونا ویروس په وړاندې مبارزه دوام لري، خو وروستۍ شمېرې ښیي چې په ټول هېواد کې د نویو پېښو اندازه چې اوج ته رسېدلې وه بېرته راټیټه شوې ده.

هغه زیاته کړه دغه وضعیت دې ته زمینه برابروي چې د اقتصادي فعالیتونو د بېرته پیلېدو لپاره ایالاتو ته تګلارې نهایي کړي.