ایراني ځواکونو په فارس خلیج کې د امریکا کښتیو ته مزاحمت کړی

ارشیف، د فارس خلیج کې یو شمېر ایراني کښتۍ

د امریکا سمندري ځواکونه وایي د ایران سپاه پاسداران ۱۱ کښتیو په فارس خلیج کې د امریکا کښتیو ته مزاحمت کړی دی.

د امریکا سمندري ځواکونه چې په بحرین کې دېره دي، د سپاه پاسداران د تېز رفتاره کښتیو حرکت خطرناک بللی.

امریکایي ځواکونو ویلي دا پېښه د چهارشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۱۵» داسې مهال شوې چې دغه ځواکونه په نړیوالو اوبو کې په تمریناتو بوخت ول.

په‌دې ترڅ کې یوه ایراني کښتۍ ۱۰ متره او بله ۵۰ متره امریکایي کښتیو ته نږدې شوې دي.

د امریکایي ځواکونو په وینا ایراني کښتیو بې‌باکانه او غیر مسلکي مانورونه ترسره کړل او امریکایي کښتیو د ټکر د مخنیوي لپاره مناسب اقدامات کړي دي.

ټاکل شوې د ایراني کښتیو د دې حرکت وېډیو خپره شي.