یونان ۱۲ افغان او سوري بې‌کسه ماشومان لوګزامبورګ ته ولېږل

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

یونان د چهارشنبې په ورځ د ۱۰ افغان ماشومانو په ګډون د پناه غوښتونکو یوه ډله لوګزامبورګ ته ولېږله.

روېترز خبري اژانس د یوناني چارواکو له قوله راپور ورکړی چې په دې ډله کې ټول ۱۲ تنه ول چې عمرونه‌یې له ۱۱ تر ۱۵ کلونو پورې دي. د دې ډلې ۱۰ تنه‌یې افغانان او دوه نور سوریایان دي.

تمه ده د کډوالو یوه بله ۵۰ کسیزه ډله چې بې‌کسه ماشومان دي د شنبې په ورځ له اتن څخه جرمني ته واستول شي او ۲۰ تنه نور به په یوه بله نېټه چې یادونه‌یې نه‌ده شوې، سویس ته ولېږل شي.

یونان هیله ښيي چې په راتلونکو میاشتو کې به شااوخوا ۱۶۰۰ نور بې‌کسه ماشومان نورو اروپایي هېوادونو ته ستانه کړي.

د یونان د کډوالو چارو وزارت مرستیال د چهارشنبې په ورځ ویلي چې دا ګام د کډوالو په کمپونو کې د کرونا ویروس د خورېدو د اندېښنو له کبله اخیستل شوی دی.

نوموړي ویلي که څه هم د پرونیو لېږل شویو ماشومانو شمېره لږ ده، خو وایي یو قوي پیغام نورو ته ورکوي چې د لوګزامبورګ په څېر اقدامات تعقیب کړي.

دا مهال د افغانستان، عراق او افریقایي هېوادونو لږترلږه ۵۲۰۰ کډوال ماشومان د یونان په کمپونو کې ژوند کوي چې د ډېریو د ژوند حالات سخت دي.