د جرمني پولیسو د داعش څلور مشکوک غړي چې په خټه د تاجکستان دي، په دې ګومان چې د امریکا پر پوځي تأسیساتو يې د حملې پلان درلود، نیولي دي.
څارنوالانو ویلي چې څلور مشکوک کسان نن د اپرېل په ۱۵مه، د هغه هېواد په شمال کې له بېلابېلو سیمو نیول شوي دي.
څارنوالانو ویلي چې مشکوک کسان عزیز جان (ب)، فرهاد شاه (ک)، محمد علي (ج) او صنعتالله (ک) نومېږي. د هغوی بشپړ نومونه نهدي په ډاګه شوي.
داسې پتېیل شوې چې مشکوکو کسانو په ابتدا کې په تاجکستان کې د حملې پلان درلود، خو وروستهیې خپل هدف جرمني ته بدل کړ او غوښتليې چې په جرمني کې د امریکا پر هوايي پوځي اډه او پر یوه وګړي چې د اسلام دښمنیې بلل، حمله وکړي.
د جرمني فدرالي څارنوالۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې مشکوکو کسانو د حملې لپاره مهمات او وسلې هم ترلاسه کړې وې. پر نیول شویو کسانو داسې ګومان کېږي چې په سوریه او افغانستان کې د داعش له لویو مشرانو سره په تماس کې وو.