د ناټو دفاع وزیرانو غونډه کې د افغانستان په اړه خبرې

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

ټاکل شوې ده چې نن د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د افغانستان په اړه هم خبرې وشي.

دا غونډه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر د وېډیو کنفرانس له لارې کېږي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون د وېډیو کنفرانس له لارې خبري غونډې ته وویل چې طالبان دې اوربند وکړي او د امریکا له متحده ایالاتو سره د سولې تړون دې په بشپړ ډول عملي کړي.

د ناټو عمومي منشي څرګنده کړه چې ناټو به د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو روزنې، سلا ورکولو او ملاتړ ته ادامه ورکړي. د ده په وینا طالبان باید پوه شي چې هغوی کله هم د جګړې له لارې نه‌شي بریالي کېدای.

د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې به نن تر ډېره پر دې خبرې وشي چې ناټو تړون څرنګه له خپلو غړو هېوادونو سره د کرونا ویروس د خپرېدو په برخه کې مرسته کولای شي.