په تخار ولایت کې د یوې سترې سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې.
د افغانستان کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دا معیاري او عصري سړه خونه د تخار په مرکز تالقان ښار کې جوړېږي چې په خبرهیې د ۱۵۰۰ ټنه سبزي او مېوې د ساتنې ظرفیت به ولري.
د ښاغلي رستمي په خبره دا خونه د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي چې د دولت د پراختیايي بودجې څخه ورکول کېږي.
د کرنې وزارت د چارواکو په وینا، سړې خونې د کرنیزو محصولاتو له خوسا کېدو نه مخنیوي کوي او هم په بېلابېلو فصلونو کې هر ډول سبزیو او مېوو ته د خلکو لاسرسی ممکنوي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په پروان، کاپیسا او میدان وردک ولایتونو کې هم د یو شمېر سړو خونو د جوړولو کار پېل شوی وو.