اروپايي هېوادونو د ایستر د رخصتیو لپاره ځانګړي تدابیر نیولي

ارشیف

اروپايي هېوادونو د عیسویانو د ایستر رخصتیو پر مهال د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ځانګړي تدابیر زیات کړي دي.

د اپرېل له ۱۳مې نېټې څخه په یو شمېر هېوادونو کې پر ګرځېدو راګرځېدو بندیز سخت شوی او حکومتونو د لارو د تړلو، نقدي جریمو او مجازاتو خبر ورکړی دی.

د نړۍ عیسویانو د ایستر په نوم مذهبي رخصتۍ د یکشنبې له ورځې پیل شوې.

په واتیکان کې د کاتولیکو کلیسا په ټولو هېوادونو کې له خپلو پیروانو غوښتي چې په خپلو کورونو کې ایستر ولمانځي.

په نړۍ کې په هغو پنځو هېوادونو کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په‌کې تر نورو مړینې زیاتې دي څلوریې اروپايي هېوادونه دي، خو د امریکا متحده ایالات بیا د بل هر هېواد په مقایسه په کرونا د اخته او مړو کسانو لوړه شمېره لري.

د دوشنبې تر ورځې پورې په ټوله نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر نږدې یو میلیون او ۹۰۰ زرو کسانو ته ورسېده. همدارنګه پر دې ناروغۍ د مړو شمېر هم نړۍ کې تر ۱۱۸ زرو واوښت.