تادین خان: د طالبانو له لوري خوشې شوي ۲۰ کسان ټول ملکیان دي

تادین خان

د کندهار امنیه قومندان تادین خان وایي، ټول هغه ۲۰ کسان چې د طالبانو له لوري خوشي شوي دي، ملکي وګړي دي.

تادین خان نن دوشنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې په خوشې شویو کسانو کې یوازي یوه کس په ۱۳۹۸ کال کې د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کړې او بیا له دې دندې وتلی وو.

وسله والو طالبانو تر اوسه د تادین خان د دې خبرې په تبصره نه ده کړې.

وسله والو طالبانو یوه ورځ دمخه د شلو بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړ.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټویټر ولیکل چې دا بندیان په کندهار د سره صلیب نړیوالې کمیټې ته سپارل شوي دي.

له دې مخکې د طالبانو ۳۰۰ بندیان د افغانستان حکومت خوشې کړي وو.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د فبرورۍ پر ۲۹ په قطر کې افغانستان ته سولي راوستلو په هدف یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې ۵۰۰۰ طالب بندیان او زر تنه افغان امنیتي ځواکونه باید خوشې شي.

دا موضوع د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره یو شرط چې باید د مارچ تر لسمه پیل شوې وای خو ترا وسه چې تر یوې میاشتې ډیره موده تېره شوي لا هم معلومه نه ده دا خبرې به کله پیلېږي.