د پاکستان او هند پوله‌ساتو ځواکونو نښتو کې ۳ ملکیان وژل شوي

ارشیف، د پاکستان-هند سرحدي سیمه

د پاکستان او هند د پوله‌ساتو ځواکونو په وسله‌والو نښتو کې درې ملکیان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

پوځیانو په لانجمن کشمیر کې شنبه نښته پيل کړې وه چې یکشنبه‌یې هم دوام وکړ.

هندي چارواکو ویلي چې د پاکستان له لوري د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کوپواره کلي باندې مرمۍ لګېدلي چې درې ملکیان‌یې وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي.

پاکستاني پوځ بیا ویلي چې د هند له‌خوا په فیر شویو مرمیو کې اته ملکیان ټپیان دي.

پاکستان او هند د کشمیر په لانجمنه سیمه کې پخوا تر دې هم په یو بل سخت بریدونه کړي.

تېر اګسټ د هند حکومت د کشمیر نیمه کورواکي ورختمه کړه او دې سره په سیمه کې د هند او پاکستان کړکېچ یو وار بیا اوج ته ورسېد.