بې‌پولې خبریالانو سازمان: تاجکستان دې خبریال دلیر شریپوف خوشې کړي

ارشیف

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د تاجکستان له حکومت غوښتي هغه خبریال خوشې کړي چې د افراطیت په تور یې نن دوشنبه محاکمه کوي.

دغه سازمان د تاجکي خبریال دلیر شریپوف نیول کېدل یو غیر معقوله کار بللی.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان په یوه بیان کې ویلي د دلیر شریپوف زنداني کېدل د خبریالانو او رسنیو په وړاندې د تاجکستان د حکومت یو ګواښ څرګندوي.

شریپوف د تاجکستان تر پارلماني ټاکنو مخکې په جنورۍ کې نیول شوی و.

دی د حکومت یو منتقد دی. په پارلماني ټاکنو کې د امام علي رحمان په مشرۍ حاکم ګوند اکثریت ګټلی دی.

په شریپوف باندې له ملت‌پالنې د کرکې او د اخوان‌المسلمین په ګټه د توکم‌پالنې او مذهبي تبلیغاتو تور لګېدلی دی.

په تاجکستان کې ازادې رسنۍ محدودې دي او خبریالان وخت په وخت د خپلو کارونو په خاطر پوښتل کېږي. د بیان د ازادۍ په لېست کې تاجکستان د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې په ۱۶۱ ځای کې دی.