هند څه باندې ۵ زره مټریک ټنه غنم افغانستان ته واستول

د هند غنمو لومړنۍ محموله

په نوې ډېلي کې د افغانستان سفارت ویلي چې هند یکشنبه د څه باندې پنځه زره مټریک ټنه غنمو لومړنۍ محموله افغانستان ته واستوله.

د افغانستان سفارت شارژدافیر طاهر قادري په خپل ټویټر لیکلي: "د افغانستان د هر وخت ملګري، هند د ۷۵ زره مټریک ټنه مرسته کېدونکو غنمو له ډلې د پنځه زره او ۲۲ مټریک ټنه غنمو لومړنۍ محموله د افغانستان په لور ولېږله."

ښاغلي قادري زیاته کړې چې تمه ده ژر د هند هېواد افغانستان ته پنځه لکه هایدروکسي کلوروکین ټابلېټونه هم واستوي.

ویل کېږي چې هایدروکسي کلوروکین ټابلېټونه په ځینو هېوادونو کې د هغو ناروغانو په درملنه کې مرسته کوي چې په کرونا ویروس اخته دي.