ايران کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۴۵۰۰ تنو ته ورسېد

ايران کې په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې کرونا ویروس له امله ۱۱۷ کسان مړه شوي دي.

په ایران کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس د اخته کېدو له کبله ۱۱۷ کسان مړه شول چې له دې سره د ټولو مړو کسانو شمېر ۴۵۰۰ ته نژدې شو.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور نن یکشنبې وویل په یوه ورځ کې د کرونا ویروس ۱۶۵۷ نوي موارد ثبت شوي چې له دې سره د مثبتو مواردو ټول شمېر ۷۱۶۸۶ ته ورسېد.

روسیې هم د ۲۲۰۰ نویو مثبتو پېښو خبر ورکړی.

د دې وبا له خپرېدو وروسته په روسیه کې په یوه ورځ په دې ویروس د اخته کېدو تر ټولو لوړه شمېره ده.

په روسیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو ټوله شمېره تر اوسه ۱۵۷۷۰ او له دې کبله د مړو شمېره ۱۳۰ ته رسېدلې.

خو په دې هېواد کې دننه او بهر منتقدان وايي، مسکو په دې ناروغۍ د اخته کسانو او مړو حقیقي شمېرې نه ښيي.