چارواکي: ننګرهار کې د کرونا ویروس ۴ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې

ارشیف

د ننګرهار د کرونا د تشخیص په لابراتوار کې ۴ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن یکشنبه ازادي راډيو ته په رالېږلي پیغام کې ویلي چې دغه ۴تنه چې په کرونا ویروس اخته دي، درې تنه یې د کابل د سروبي ولسوالۍ مربوط دي چې دغه لابراتوار ته د تشخیص لپاره راغلي وو او یو بل کس چې په اصل کې د لغمان دی، په ننګرهار کې اوسي.

ښاغلی خوګیاڼی وایي چې دغه پېښې تېره شپه تر طبي څېړنو وروسته معلومې او ثبت شوې.

د ننګرهار د چارواکو په خبره، تر دې وړاندې په ننګرهار کې ۴نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې وې چې دوو تنو یې ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور یې چې روغتیا یې ښه شوې، رخصت شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په ننګرهار کې د کرونا ویروس د تشخیص په لابراتوار کې تر دې دمه ۱۸ پېښې ثبت شوي چې د تېرې شپې د پېښو په ګډون اته یې مثبتې او پاتې نورې یې یا منفي او یایې هم پایلې تر اوسه معلومې نه دي.