چارواکي: د ولسمشر غني د دوو ساتونکو د وژنې قضیې څېړل کېږي

ارګ

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د ولسمشر د ساتنې د ځانګړې ګارډ یا پي‌پي‌ایس د دوو تنه د وژل کېدو قضیې په جدي ډول څېړل کېږي.

د دې وزارت ویاندې مروې امینې د یک‌شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په پغمان کې د ولسمشر د ځانګړي ساتونکي قیام مقصودي د ترور په تور د ملي امنیت له‌خوا ۷ تنه نیول شوي دي.

اغلې امیني زیاته کړه، د پي‌پي‌ایس د بل غړي سید عطاالله د وژنې په تور هم څېړنې پیل شوي دي.

پر سید عطاالله پرون د کابل په تایمني سیمه کې حمله وشوه چې په نتیجه کې‌ یې نوموړی ووژل شو او دوه ملګري‌ یې ټپیان شول.

دا په څه کم یوه اوونۍ کې د ولسمشر غني دویم ساتونکی دی چې په کابل ولایت کې وژل کېږي.

تر دې وړاندې د حمل په ۱۵ د ولسمشر یو ساتونکی قیام مقصودي په پغمان ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی و.