طالبان: د افغان حکومت اړوند ۲۰ تنه بندیان خوشې کوو

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

طالبان وايي چې نن به له خپلو زندانونو څخه ۲۰ تنه بندیان خوشې کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي چې د افغان حکومت اړوند دا ۲۰ تنه بندیان به له زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته په کندهار کې د سره صلیب ادارې ته وسپارل شي.

نن له دې مخکې د افغانستان حکومت سل نور طالب بندیان له بنده خوشې کړل.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وايي، دا بندیان د ولسمشر د فرمان پر اساس د هغو روغتیايي وضعیت، عمر او د قید پاتې مودې ته په کتو د سولې د هڅو د یوې برخې او د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره خوشې شوي خو طالبانو ویلي و، چې دا بندیان د دې ډلې کسان نه دي.

افغان حکومت تر اوسه په دریو جوپو کې ټول ۳۰۰ طالب بندیان خوشې کړي دي.