افغانستان ته د هند د ۵۰ زره ټنه غنمو صادرات

ارشیف

هند افغانستان ته ۵۰ زره ټنه غنم صادروي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل چې هېواد ته د دغو غنم د لېږد بهیر پیل شوی.

ښاغلی رستمي زیاتوي چې چابهار بندر ته له رسېدو وروسته، افغان حکومت چمتووالی نیسي څو دغه ۵۰ زره ټنه غنم افغانستان ته را انتقال کړي.

د نوموړي په خبره، دا ۵۰ زره ټنه غنم د هغو ۷۵ زره ټنو غنمو برخه ده چې تېر کال‌یې هند له افغانستان سره د مرستې ژمنه کړې وه.

تېر کال هم هند له افغانستان سره د ۱۱۰ زره ټنه غنمو مرسته کړې وه چې په څو پړاونو کې د چابهار بندر له لارې افغانستان ته انتقال شول.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې دغه ۵۰ زره ټنه غنم به د افغانستان په زېرمو کې ځای پر ځای شي او په بېړني حالت کې به ورنه استفاده وشي.