د افغانستان حکومت ۱۰۰ تنه نور طالب بندیان خوشې کوي

له زندانه خلاص شوي طالب بندیان

د افغانستان حکومت ۱۰۰ تنه نور طالب بندیان نن یکشنبه (۱۳۹۹ کال د وري ۲۴) خوشې کوي.

تر دې وړاندې د افغانستان حکومت په دوو جوپو کې ۲۰۰ طالب بندیان خوشې کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، دا طالب بندیان د افغانستان د ولسمشر د فرمان پر اساس د بندیانو روغتیايي وضعیت، عمر او د قید پاتې مودې ته په کتو د سولې د هلو ځلو د یوې برخې او د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره پرېښودل کېږي.

د بخښنې نړیوالې ادارې یا ایمنسټي انټرنشنل پرون د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د کرونا ویروس د خپرېدو په خاطر ښځینه بندیانو خوشې کولو ته لومړیتوب ورکړي.