د ګردېز محبس کې بلوا؛ ۲ ساتونکي وژل شوي

د پکتیا زندان

د ګردېز محبس دوه ساتونکي د بندیانو په بلوا کې وژل شوي او دوه تنه زخمیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې یو شمېر بندیانو پرون د ګردېز له زندانه د تېښتې لپاره بلوا جوړه کړې وه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین دا خبره پرون د اپرېل په ۱۱مه، ماخوستن پر ټویټر لیکلې ده.

طارق ارین لیکلي چې د بندیانو او د محبس د ساتونکو ترمنځ په اخ‌وډب کې دوه ساتونکي وژل شوي او دوه نور زخمیان شوي دی.

د طارق ارین په وینا، په دې پېښه کې دوه بندیان هم زخمیان شوي دي.

طارق ارین پر ټویټر لیکلي چې په سیمه کې وضعیت تر کنټرول لاندې دی.