د تخار ولایت مرکز تالقان نن د شنبې په ورځ له یوه سره قرنطین شو.
د تخار د ښاروالۍ امر سیدال پیرزاده ازادي راډیو ته وویل، دا ګام د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف پورته شوی دی.
په تخار کې تر اوسه کرونا ۴ کسان نیولي او دوه یې مړه کړي دي.
چارواکو دغه ښار کې سړکونو او کوڅو باندې د ویروس ضد دوا هم شیندلې ده.