افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۵۵۵ ته ورسېد

ارشیف

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ۳۴ مثبتې پيښې ثبت کړي دي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار وحیدالله مجروح نن یوې خبري غونډې ته وویل چې له دې سره د مثبتو پيښو شمېر ۵۵۵ ته ورسېد.

ښاغلي مجروح وویل، تر اوسه له دې ویروسه افغانستان کې ټولټال ۱۸ تنه مړه شوي او ۳۷ تنه بېرته رغېدلي دي.

نوموړي وویل، د یو شمېر ښارونو له قرنطین کېدو سره په کرونا د اخته کېدو پېښې کمې شوې دي.

د وزارت مسئولین وایي، که کابل ښار او یو شمېر نور ښارونه قرنطین شوي نه وای، پېښې به زرګونو ته پورته شوې وې.

افغانستان کې د کرونا تر ټولو ډېرې پېښې په هرات او بیا کابل کې رامنځته شوي دي.