طالب استازو تېر ماښام قطر کې له امریکايي قومندان سره لیدلي

قطر کې د طالب استازو یو انځور- ارشیف

د طالبانو د قطر دفتر وایي، تېر ماښام یې په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو د قومندان سکاټ مېلر په مشرۍ یوه پلاوي سره ناسته کړې ده.

د دغه دفتر ویاند سهیل شاهین په ټویټر پاڼه لیکلي، دې غونډه کې له امریکایي قومندان سره د سولې د هوکړې په عملي کېدو او په دې برخه کې د شویو سرغړونو په اړه خبرې وشوې.

ښاغلی شاهین وایي، دوی په غیر جنګي سیمو کې دچاپو او بریدونو په اړه هم دې امریکایي پلاوي ته وویل او له هغوی نه یې د داسې بریدونو د درېدو غوښتنه وکړه.

پرون طالبانو وویل چې افغان او امریکایي ځواکونو د بدخشان په وردوج کې بمباري کړې چې لسګونه ملکي کورونه یې ویجاړ کړي دي.

امریکایي پلاوي لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امریکایي پوځیانو یوه ویاند سني لیګیت ویلي، مېلر له دې طالب پلاوي سره د تاوتریخوالي په راکمولو خبرې کړې دي.

نوموړي د پرونۍ غونډې نور جزئیات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې دا غونډه د هغو لیدو کتو د لړۍ یوه ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړه کې ورته اشارې شوې.

یل پلو حزب اسلامي ویلي، کابل ته د طالبانو له ورغلي پلاوي سره سپک چلند شوی او ستونزه پیچلې شوې ده.

دغه حزب په یوه اعلامیه کې ویلي، کابل ته د طالبانو له سفره باید ښه ګټه اخیستل شوې وای او ا افغان حکومت د ښه نیت له مخې د هغوی په حضور کې زندانیان ازاد کړي وای.

په اعلامیه کې راغلي، کله چې د طالبانو پلاوی له کابله ناراضه ستون شو، نو حکومت د امریکا سفارت په غوښتنه د هغوی د زندانیانو ازادول پيل کړل.

حکومت د دوی له ستنېدو وروسته له بګرامه دوه سوه زندانیان ازاد کړل، خو طالبان وایي، هغه زندانیان چې د دوی پلاوی یې تصدیق نه کړي، خوشې کول یې دوی ته د منلو نه دي.