چارواکي: د خمآب ولسوالۍ کنټرول مو بېرته واخیست

ارشیف

د جوزجان ولایت چارواکي د خمآب ولسوالۍ د کنټرول بېرته اخیستلو خبر ورکوي.

د جوزجان د والي ویاند معروف اذر ازادي راډيو ته وویل، حکومتي ځواکونو پرون د جمعې په ورځ د ولسوالۍ د مرکز کنټرول ترلاسه کړ.

د ښاغلي اذر په وینا، امنیتي ځواکونو په خمآب ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات د پنجشنبې په ماښام پیل کړل.

ښاغلی اذر زیاتوي: "عملیات په شدت دوام لري. تر اوسه په بوساغه کلي کې جګړه روانه ده. مخالفانو د مقاومت توان نه‌درلود او له سیمې وتښتېدل. هغوی ته درانه تلفات اوښتي دي."

ښاغلي اذر سخت دریځو ته د اووښتو تلفاتو په اړه دقیق معلومات ورنه‌کړل.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

طالب سخت دريځو شااوخوا درې کال مخکې د خمآب ولسوالۍ کنټرول ترلاسه کړی وو.